پېنډۍ 15 نومبر (اے پي پي) پاك پوځ د اېس پي طاهر داوړ په افغانستان كښې د قتل غندنه كولو سره وئيلي دي د پوليس افسر طاهر داوړ اسلام آباد څخه ټښتول ٬ افغانستان منتقل كول ٬ هلته قتل او بيا د افغان چارواكو رويي سره يو شمېر سوالونه پېدا كېږي كوم چې څرګندوي چې د?? معامله په افغانستان كښې تر يو ترهګر تنظيم محدود نه ده۔ ?? آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور خپل ټوئټ كښې وئيلي دي د اېس پي طاهر داوړ په افغانستان كښې قتل د غندنې وړ دے٬ مونږ ?? يو مېړني پوليس افسر څخه محرومه شو۔ وياند ووئيل دا مهال په دې لړ كښې د پاكستانو چارواكو لخوا پلټنې روانې دي٬ مونږ د دې امر پخلې كوٶ افغان امنيتي چارواكي په پوله د خار دار تار لګولو او په دوه اړخيزه بارډر سېكورټي كوآرډينېش به مرسته كوي دغسې چې افغان خاوره د پاكستان په ضد ونه كارولې شي