اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ د اطل??عا??و او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان ټولې كابينې لپاره رول ماډل دے٬ حكومت په يو څو ورځو كښې د خاص اقداماتو كولو سره د كروړونو روپو بچت كړے٬ حكومت د پي ټي وي د دوه نويو چېنلو پېل كولو پرېكړه ك??ې٬ پي ټي وي سپورټس او ماشومان?? لپاره د پي ټي وي چېنل پېل كوو۔ د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان چې كوم اقدامات كړي دي٬ مثال ئې نه ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ټولې كابينې لپاره رول ماډل دے٬ مونږ ته د قومي خزانې حفاظت كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د اولس مشرې په ټاكنه ك??ې مونږ كومې ستونزې سره مخ نه يو۔ كومو ګوندونو چې وزيراعظم لپاره ووټ راكړے٬ د اولس مشرې په ټاكنه ك??ې هم د دوي ملاتړ لرو۔ ده ووئيل چې په حكومتي اش??هاراتو حكومتي اجاره داري ختموو او كمې به راوستلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كه مېټرك پاس اولس مشر كېدے شي نو د ګورنر په جوړېدو كښې كومه ستونزه ده۔ ده ووئيل چې د اطل??عا??و د وزارت لخوا به د جاري شويو اربونو اش??هاراتو او بهرتو په اړه تفصيلي بريفنګ اخلو۔ د پي ټي وي او رېډيو پاكستان ??خه سنسر شپ ختم كړے شوے٬ بايد ټولې چېنلې حكومت سره لږې نه لړې 5 يا لس كروړه روپې جمع كړي٬ څوك چې تنخاګانې نه وركوي٬ د هغوي سېكورټي به ضبط كولې شي۔ پاكستان براډكاسټنګ اېسوسي اېشن سره په ګډه به پاليسي جوړو۔ وزيراعظم عمران خان په اش??هاراتو كښې د راتللو شوق نه لري۔