اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی) پاکس??ان يو ځل بيا وئيلي چې د هند د اړخه دفاعی بجټ زياتول سيمه كښې امن او استحکام له خطر دې، هند سره د كشمير پشمول ټولې چارې د خبرو اترو د لار حل كول غواړو، امریکائي کانګرس کولېشن سپورټ فنډ ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد پاکس??ان لپاره د 70 کروړه ډالره منظوری وركړې ده، د هند اقدامات سی پی?? او سيمه كښې د پرمختګ لپاره د پاکس??ان او چین هڅو كښې خنډان نه شي جوړيدې، پاکس??ان د کشمیر په اړه په خپل اصولی دريځ ولاړ دې۔ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل د زيارت پھ ورځ اوونيز پرېس بریفنګ پھ مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب ووئيل پاکس??ان هند سره د کشمیر، سیاچن او سرکریك پشمول ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي خو نوې ډيلې په دې لړ كښې سنجیدہ نه دې۔ د هند د اړخه د کروز ميزائيل تجربې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د هند جنګی تیاریو سره به سيمه كښې د وسلې زغل زيات شي دغسې دفاعی بجټ كښې په لويه توګه زياتوالې د سيمې سلامتیا او استحکام لپاره خطر دې۔ وياند ووئيل د هند د اوسنې کروز ميزائل تجربې وړاندې څخه اطلاع نه وه وركړې۔ وياند ووئيل افغانس??ان كښې د ترهه ګرو پټې ژالې يو حقیقت دې، د افغانس??ان ګاونډي هېوادونه او په خاص توګه پاکس??ان دې څخه نيغ په نيغه ځپلې كېږي۔ ده ووئيل د افغانس??ان تعمیرنو لپاره د امریکې خاص انسپکټر جنرل هم پھ يو راپور كښې دا منلي چې د افغانس??ان 43 فیصده څخه زياته سيمه د افغان دولت د كنټرول نه بهر ده۔ د پاك امریکا اړيكې په اړه وياند ووئيل پاکس??ان او امریکا په بيلو چارو د غلط فهمو لرې كولو په غرض كوټلې خبرې اترې كوي۔ ده ووئيل پاکس??ان د دواړه هېوادونو ترمينځه ستراتيژكي خبرو اترو بيا پيل كولو كښې خوښې لري۔ وياند ووئيل د امریکې کانګرېس کولېشن سپورټ فنډ ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد پاکس??ان لپاره 70 کروړه ډالره منظوری وركړې ده۔ وياند ووئيل پاکس??ان د امناكه ګاونډيتوب په پالیسۍ عمل كوي خو د هند جارحانه عزائم سيمه كښې د امن او سلامتیا لپاره خطر دې۔ ده ووئيل پاکس??ان د نړيوالې ورورلۍ يو مهم ذمه واره هېواد دې پاکس??ان په امن باور لري خو زمونږ وسله وال ځواكونه د ټولو خطرو مخنيوي او د هېواد د دفاع كولو بشپړه صلاحیت لري۔ وياند ووئيل پاکس??ان د کلبھوشن یادیو کورودانې له خپل خاوند سره د ملاقات وړانديز په بشرې بنیادونو كړې ٶ په دې اړه د هند هائی کمېشن هم خبر كړې شوې ؤ خو تر اوسه د هغوي د اړخه كوم ځواب نه دې ترلاسه شوې۔ وياند ووئيل لندن كښې د پاکس??ان مخالف مهم په ضد د برتانيې ?? حکومت اقدامات د ستائنې وړ دي۔